افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې جورجیت ګانیون کابل ته د یوناما د سیاسي مرستیالې په توګه خپل فعالیت پیلوي.
د یوناما د راپور له مخې مېرمن ګانیون د جمعې په ورځ کابل ته راورسېده، چې تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د سیاسي مرستیالې په توګه ټاکل شوې وه.
نوموړی چې کاناډایي تبعه دی، له دې مخکې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې په کابل کې د یوناما د بشري حقونو د مشر په توګه کار کړی دی.
د یادولو وړ ده چې نوموړي له ۲۰۲۱ کال راهیسې په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د استازي د مرستیال او د بشري مرستو د همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې او له ۲۸ کلونو راهیسې یې د پخلاینې، بشري حقونو، بشري مرستو او په جګړه کې د پرمختګ په برخو کې کار کړی دی.