افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې په کابل او ننګرهار کې یې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې د غړو د نیولو خبر ورکوي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو د طرحه کوونکي له پټنځای څخه یو تاجک تبعه هم نیول شوی، چې د ځانمرګي برید پلان یې درلود.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: په تحقیقاتو کې معلومه شوه چې د څارنوالۍ او د څارنې د عمومي ریاست په کارکوونکو حمله کوونکي د بلوچستان د مستونګ ولایت د خراسان له سیمې د داعش د څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.
هغه زیاته کړه چې په کابل او فاریاب کې د نورو عملیاتو په ترڅ کې د داعش دوه غړي وژل شوي او ګڼ شمېر نیول شوي دي.
مجاهد څرګنده کړه چې په دغو کسانو کې داسې کسان هم شته چې په دې وروستیو کې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړه: د اسلامي امارت د خاصو ځواکونو له خوا د داعش له نسکوریدو وروسته د داعش د خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي کړیو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته انتقال شوي دي.
ده په دوام وويل: له دغو نويو مرکزونو څخه په افغانستان او نورو هېوادونو کې بريدونه ترسره کوي او په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې هم ديني عالمان او د ديني، مذهبي او سياسي ډلو غړي په نښه کوي او په ځينو مواردو کې له هغوى څخه استفاده کوي.