رسنیو راپور ورکړی چې د روسیې لومړی وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د روسیې لومړی وزیر میشوستین نن په یوه رسمي سفر تهران ته ورسید. د ایسنا د راپور له مخې، نوموړی به د ایران له ولسمشر او د هغه له لومړي مرستیال سره خبرې وکړي. تهران ته د دغه جګپوړي روسي چارواکي د سفر د اصلي ټکو نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.