افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر "جو بایډن" د سه شنبې په ورځ په ټولنیزه میډیا ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د فلسطین په اشغال شوي سیمو باندې د ایران د غچ اخیستونکي برید له پیل څخه مخکې. : نن سهار، د ولسمشر مرستیال او ما د ملي امنیت له ټیم سره د ایران د هغه پلان په اړه چې پر اسرائیلو یې د بالستیک توغندیو د توغولو په اړه خبرې وکړي.
په دې اړه دامریکا ولسمشر زیاته کړه: مونږ په دې خبرې وکړې چې امریکا څنګه د اسرائیلو د دغو حملو په وړاندې دفاع ته چمتو ده او دغه راز په سیمه کښې د امریکا د پوځونو ساتنه څنګه وکړو .
دا په داسې حال کې ده چې څو شېبې وړاندې د اسلامی انقلاب ګارډ قول اردو د یوې خبرتیا په صادرولو سره اعلان وکړ: د شهید هنیه، سید حسن نصرالله او شهید نیلفروشان د شهادت په غبرګون کې مو د نیواکګرو سیمو زړه په نښه کړ. که چیرې صهیونیسټ رژیم د ایران د عملیاتو په وړاندې غبرګون وښيي نو له کرغیړن حملو سره به مخامخ شي .