افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ «د میران ۱۰مه» په یوه خبرپاڼه کې د ټام ویسټ استعفا اعلان کړه.
د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کیرن ډیکر، د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان مارک به یې مشري وکړي.
ټام ویسټ د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی، په دې موده کې یې په افغانستان کې د واشنګټن ګټې په سمه توګه ازمویلې.
ټام ویسټ دا ماموریت وروسته له هغه په غاړه واخیست چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.