دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 301399
په اروزګان کې د چلم جای چکډیم کار ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، په اروزګان ولایت کې د چهلم جوی د بند کار ۷۰ سلنه پرمخ تللی او په نږدې راتلونکي کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اوبو او انرژۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه د قوس ۷ مه د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته څېرمه د یوه چک بند د کار د پرمختګ په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده. 

دغه وزارت وايي، چې د ياد شوي بند د کار چارې د اروزګان ولايت د اوبو او انرژۍ رياست تر څارنې لاندې د (ICRC) موسسې په مالي لګښت پر مخ وړل کېږي، چې ٧٠ سلنه چارې يې بشپړې شوې دي. 

خبرپاڼه خبر ورکوي، چې په دې پروژه کې به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او د دغه بند په عملي کېدو او بشپړېدو سره به په زیاته اندازه اوبه خوندي شي، چې د دې سیمې د کرنې لپاره به وکارول شي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د وړو بنسټيزو پروژو کار روان دى، خو د هېواد د مرکزي ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې د افغانستان په ټولو سيمو کې پروژې په يو ډول نه پلي کېږي.
https://avapress.net/vdcao6neo49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته