دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 301442
د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پټلۍ له لارې د پانګونې جذب او د لېږد ظرفیت لوړول د پراختیا په حال کې دي
د فواید عامې وزارت ویاند د آوا له خبریال سره په خبرو کې، وویل چې د ایران اسلامی جمهوریت ته د دغه وزارت د پلاوی د سفر اصلی او اساسی هدف د پانګونې جذبول او د دواړو هیوادونو ترمینځ د ریل پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ د ظرفیت لوړول دی. د کارپوهانو په باور هم، د افغانستان او ایران ترمنځ د ریل پټلۍ له لارې د ټرانسپورټ زیاتوالي اقتصادي، سیاسي او سیمه ییزې اړیکې پیاوړې کوي. په همدې حال، ایراني سرچینې د افغانستان د اورګاډي د کنسرسیوم د ستونزو د حل او د خواف – هرات د لارې د ټرانسپورټ او په دې لاره په اونۍ کې د دریو اورګاډو د تګ راتګ اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د ایران او افغانستان تر منځ اقتصادي او سیاسي اړیکې په پرله پسې توګه د پراختیا په حال کې دي. په دې وروستیو کې د فواید عامې وزارت یوه پلاوي د ایران اسلامي جمهوریت ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د ټرانسپورټ د مسلو په اړه یې بحث او خبرې وکړې. دا سفر، د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ د ریل ټرانسپورټ او سوداګرۍ په برخه کې شوی دی. د دغو خبرو اترو موخه د لېږد رالېږد زیاتوالی، په اقتصادي چارو کې اسانتیاوې او د زیربناوو پراخول و او دواړو هېوادونو چارواکو د ریل پټلۍ شبکې پر پراختیا او د ګډو دهلیزونو پر جوړولو ټینګار کړي دي.

د فواید عامې وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال، مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د اورګاډي د پټلۍ د غځولو په موخه د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر وکړ.

د حق‌شناس په وینا، د افغانستان د اورګاډي وزیر په دغه سفر کې د فعالو شرکتونو له مسوولینو او د ایران د ریل پټلۍ له ادارې سره په جلا جلا توګه وکتل چې په دغو کتنو کې د خواف- هرات د اورګاډي کرښې د دریمې برخې له لارې د ټرانسپورټ د زیاتوالي په اړه، د تخنیکي کارمندانو ظرفیت لوړول، د افغانستان د ریل پټلۍ معیاري کول، د نویو لارو جوړول او نښلول، په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او چین د قوي سیمه ایز ریل دهلیز او همداراز د دوه اړخيزو همکاريو د پياوړتيا په اړه هم په تفصيل سره خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په راتلونکې کې به د درې واړو هېوادونو د دهلېز په اړه درې اړخیزه غونډه ترسره شي.

هغه زیاته کړه: په دې سفر کې د افغانستان پلاوي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي، د ټرانسپورټ زیربناوو د جوړولو او پراختیا شرکتونه او د ایران د ریل سکتور په برخه کې د ریل پټلۍ فعال شرکتونو سره جلا جلا کتنې وکړې او په ټولیز ډول، دوی د ټرانزیټ لګښتونو کمولو او د نښلولو لارو په اړه بحث وکړ. د نویو پانګونو راجلبول او په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ جوړول او همدارنګه د سیمه ییزو دهلیزونو نښلول، د اورګاډي پټلۍ پراختیا او د سیمه ییزو همکاریو راجلبول د دغو ناستو اصلي تمرکز وو.

حق‌شناس زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان پلاوي د رسمي سفر په ترڅ کې، د مشهد له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره هم لیدنې ترسره شوې او د ټرانسپورټ په خونه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ مسلو خبرې وشوې.

د حق‌شناس  د خبرو له مخې، په دې ناسته کې، د پانګونې د جلبولو او د لېږد د ظرفیت د لوړولو په اړه خبرې وشوې او د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرتیال د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ملاتړ او د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا په برخه کې پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.

د اورګاډي کرښې له لارې د لېږد رالېږد ډېرېدل سياسي، اقتصادي او سيمه ييزې اړيکې پياوړې کوي

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو اړیکو کارپوهان او پوهان هم د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې د سیمې لپاره حیاتي، ګټورې او مهمې ګڼي.

د پوهنتون استاد، ډاکټر سلیمان حسیني له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې په ځانګړې توګه مهمې دي، په ځانګړې توګه د اورګاډي د ترانسپورت په برخه کې. د فوائد عامې وزارت د ریل پټلۍ معین ایران ته له خپل سفر او د لار او ښار جوړونې وزارت له چارواکو او د ایران د رېل پټلۍ د ملي شرکت له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته، داسې ښکاري چې دا اړیکې نوي او پیاوړي پړاو ته داخل شوي دي.

نوموړي د دغه سفر ځينې مهم ټکي او پايلې ته اشاره وکړه او ويې ويل: د ترانزیتي اړیکو د پراختیا په هکله، ایران د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د مالونو د لېږد لپاره د یوې ستراتیژیکې لارې په توګه خورا مهم دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانزیټي اړیکې او د اورګاډي پټلۍ د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې د پام وړ اغېز لرلی شي. په دواړو هېوادونو کې د اورګاډي د شبکې پراختیا کولی شي د ترانسپورت لګښتونه کم کړي او د توکو د حرکت سرعت زیات کړي.

همدرانګه د حسیني په وینا، ايران د خپل جغرافيايي موقعيت له امله د افغانستان او د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره د ختيځ او لوېديځ او همدارنګه د منځنۍ اسيا او فارس خليج ترمنځ د پله په توګه مهم رول لوبوي. په دې اړه نوې خبرې اترې کولی شي د اورګاډي کرښې له لارې د ترانسپورت ظرفیت پراخ کړي او افغانستان په سیمه کې یو له مهمو سوداګریزو مرکزونو څخه جوړوي.

د پوهنتون دغه استاد د دغو اړیکو اقتصادي پایلو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا د افغانستان پر اقتصاد ډېرې مثبتې اغېزې لرلی شي. له یوې خوا، افغانستان کولی شي د ایران د وارداتو او صادراتو لپاره د ترانزیتي دهلیز په توګه عمل وکړي او له بلې خوا، ایران کولی شي د منځنۍ اسیا بازارونو ته د لاسرسي په اسانولو سره ډیرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي. او همدارنګه دا همکاري کولای شي په افغانستان کې د کارموندنې او د زیربناوو د پراختیا لامل شي.

د ښاغلی حسيني په باور، له سياسي اړخه د اقتصادي او ترانزيتي اړيکو پياوړتيا د دواړو هېوادونو تر منځ لا زيات همغږي رامنځته کولای شي او له ایران سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کوي. دغه راز دا ډول همکارۍ کولای شي په سیمه کې ثبات ټینګ کړي، ځکه چې د باور وړ او مؤثره ترانسپورتي شبکه کولی شي تاوتریخوالی کم کړي او سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي.

حسینی زیاته کړه: د سیمه ایز لید څخه، د ایران او افغانستان تر منځ ټرانزیټي او سوداګریزې همکارۍ د منځنۍ اسیا پر هېوادونو او حتی پاکستان هم اغېزمنولای شي. د ایران د بندرونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اسانتیا د سیمې پر اقتصادي ودې مثبتې اغیزې لرلی شي. دا مسله د سیمه ایزو اړیکو په پیاوړتیا او د نویو اقتصادي شبکو په جوړولو کې هم مرسته کولی شي.

په پای کې، د ټرانزیټ او ریل ټرانسپورټ په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په سیمه کې د پایداره اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره یوه ګډه پروژه کېدای شي، په ځانګړې توګه کله چې دواړه هیوادونه د نړیوالو ګواښونو او ننګونو په وړاندې د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دي.

په اونۍ کې د دریو اورګاډو روانیدل؛ د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ نیمګړتیاوې او د کنسرسیوم ستونزې هوارې شوې

د يادونې وړ ده چې، له دې نه مخکې د ایران د ملي اورګاډي شرکت نوی اجرایوي رییس، جبار علي ذاکري د فواید عامې معین او د هېواد د ریل پټلۍ د ادارې له رئیس، محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان له اورګاډي سره د مرستې لپاره د ایران د ریل پټلۍ هوډ ته په اشارې سره وویل: د افغانستان په شمال لوېديځ کې او له ايران سره ګډې پولې ته نږدې د اورګاډي پټلۍ شتون، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزيت لپاره ښه فرصت دی.

د هغه په وینا، همدا اوس ډیری ستونزې چې د ایران- افغانستان د اورګاډي کنسرسیوم له دوی سره مخ و، حل شوي دي او اوس مهال، په ټاکل شوې لار کې په اونۍ کې درې اورګاډي تیریږي.

په دې کتنه کې صاحبزاده هم د دې خبرې سره چې د خواف- هرات پروژې پایلې د دواړو هېوادونو د دوستۍ سمبول دی، هیله څرګنده کړه چې د ګډې همکارۍ سره، د ټرانسپورټ او د بارونو د کچې د زیاتوالي او په پایله کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا شاهدان واوسو.

هغه د دې خبرې سره چې د څېړنو له مخې، د چین- افغانستان- ایران لارې د بارو ښه ظرفیت شتون لري، ټینګار وکړ: افغانستان په دې برخه کې له ایران سره په ګډه اړینو ګامونو پورته کولو ته بشپړ چمتووالی لري.

د فواید عامې وزارت مرستیال همدارنګه د زرنج – کندهار د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره د انجینري مطالعاتو د ترسره کولو هم خبر ورکړ چې د دې ریل پټلۍ په نښلولو سره د ایران له زابل سره،‌ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او سوداګرۍ د تبادلې نوی فصل به پرانستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوی چې د دریم پړاو لپاره، ایران د افغانستان ریل پټلۍ بل شمیر کارکوونکي وروزي.

په دې قضیه کې د ایران او افغانستان د ګډې خونې مشر، محمود سیادت هم د دې خبرې سره چې د افغانستان دولت له روزنک سټېشن څخه تر هرات ښار پورې د اورګاډي پټلۍ په ډېر ښه سرعت سره بشپړوي، او د دې پلان په بشپړولو کې خورا جدي دی، زیاته کړی ده چې د خواف– هرات د ریل پټلۍ د کار په پیل کې په افغانستان کې د امنیتي ستونزو او د حکومت د بدلون له امله، د کار سرعت ورو و او د پرانیستل شوې لارې عملیات هم هغه ډول نه و لکه څنګه چې غوښتل شوې و، خو په جدي ارادې سره چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیاو په برخه کې شتون درلود، ویجاړه شوې لاره بیارغول شوې ده او هغه ستونزې چې ایران د کنسرسیوم د رول او د ریل پټلۍ سره د اړیکو په ټاکلو کې درلودې، حل شوې.

په هرصورت، د افغانستان د ریل پټلۍ د پراختیا کنسرسیوم اجرایوي رییس، مصطفی رضايي هم «د ایران او افغانستان د اورګاډي د ترانسپورت د پراختیا فرصتونه او ننګونې» په ناسته کې چې د خراسان رضوي د سوداګرۍ په خونه کې ترسره شوې و د دې څرګندونې سره چې؛ له تېرې یوې میاشتې راهیسې هره اوونۍ د خواف – هرات د اورګاډي پر لاره درې بار وړونکي اورګاډي تګ راتګ کړي دي او توکي بار شوي او وړل شوي دي، زیاته کړه: په څوارلسم دولت کې او د ایران د اسلامی جمهوریت د ریل ګاډی د نوی اجرایی مشر په شتون سره، د خواف– هرات د ریل پټلۍ فعالولو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی او د هغې ټول عیبونه تر ډیره حده پورې لرې شوي دي.
https://avapress.net/vdcjxvet8uqeyxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته