دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 301445
له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې د هراړخیزو همکاریو لپاره د افغانستان چمتووالی اعلان شو
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظاماني سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت له پاکستان سره په بېلابېلو برخو کې هراړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یعقوب مجاهد افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه وبلل او زیاته یې کړه چې دا دواړه هېوادونه ډېر مشترکات لري او دغه مشترکات او ثابتې اړیکې د دې لامل شوې چې اسلامي امارت په ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام ژوند وکړي او په اقتصادي، سوداګریزو او نورو ګډو مسایلو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو اوسئ.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، "د پاکستان سفیر هم د ګډو همکاریو پر پراخولو او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ".
https://avapress.net/vdcc0sq1p2bqx08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته