دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 301545
د هېواد د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې څخه ماتې وخوړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش څخه په ۴۵ منډو توپیر ماتې وخوړه.
افغان غږ خبری آژانس: د بنګله دېش لوبډلې لومړی لوبه پیل کړه او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته دوه سوه نهه ویشت منډې هدف وټاکه.
افغان ملي لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې په ۱۸۳ منډو ماتې وخوړه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د یکشنبې په ورځ د اسیا د ملتونو جام په سیالیو کې خپله دویمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۱۹ کال د اسیا د کرکټ د ملتونو جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
https://avapress.net/vdcdof0skyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته