دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 301548
د اسلامي امارت او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه بحث
په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت سفارت وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر د متحده عربي اماراتو د حکومت له مشر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د جمهور آژانس د خبر له مخې په متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت سفیر مولوي بدرالدین حقاني د دغه هېواد له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا، د اقتصادي همکاريو پر پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

تر دې مخکې د متحده عربي اماراتو د حکومت مشر په ابوظبۍ کې د اسلامي امارت د سفیر بدرالدین حقاني باورلیک منلی و.

بدرالدین حقاني د اسلامي امارت دریم سفیر دی چې باورلیک یې منل شوی دی.

 تر ده وړاندې بلال کریمي په بیجینګ کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه او عبدالغفار باهر په تاشکند کې د اسلامي امارت د سفیر په توګه خپل باورلیکونه ترلاسه کړي دي.

د اسلامي امارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د سرپرست حکومت شاوخوا څلوېښت سفارتونه او قونسلګرۍ فعالې دي.

که څه هم اسلامي امارت په تیرو دریو کلونو کې له ځینو ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره فعالې دیپلوماتیکې اړیکې لري. خو تر اوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
https://avapress.net/vdcgtq9w7ak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته