افغان غږ خبری آژانس: د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ریاست په خراسان کې د داعش د دوو ځانمرګو په ګډون د دریو ترهګرو د نیولو خبر ورکړ.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغو ترهګرو پلان درلود چې په پېښور او د پاکستان په نورو ښارونو کې د سیاسي شخصیتونو تر څنګ پر حساسو اهدافو بریدونه وکړي.
د پاکستان پوځ ته نږدې یوې رسنۍ خیبر کرونیکلز په یوه راپور کې لیکلي: د ترهګرۍ ضد ادارې سرچینې وايي، ترلاسه شوي معلومات ښيي چې د داعش خراسان ډله په پېښور او کلیوالو سیمو کې ځانمرګي بریدګر روزي او ځینې یې روزلي دي.
دغې رسنۍ دا هم ویلي، چې تر دې مخکې یې د داعش د وژنو نوملړ خپور کړی، چې په کې اکثره د پاکستان د حکومت مهم مذهبي او سیاسي شخصیتونه او مخالفین شامل دي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند «ذبیح الله مجاهد» ویلي وو، چې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له خوا د داعش د له منځه وړلو وروسته د ځینو استخباراتي کړیو په مرسته د داعش خراسان څانګې مشران او پاتې غړي بلوچستان او خیبرپښتونخوا ته لیږدول شوي او په مرکزونو او کیمپونو کې ساتل کیږي.