افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټانو د څلورو عملیاتونو خبر ورکړی چې په پایله کې یې ۵۹ تنه شهیدان او ۲۷۳ تنه نور ټپیان شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې د شهیدانو شمیر ۴۵ زره ۷۱۷ تنو ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۱۰۸ زره ۸۵۶ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې په تړانګه کښې د اسرائيلي رژيم جنايتونه په داسې حال کښې دوام لري چې سخته يخنۍ، د خوراکي او د تودوخې د سامانونو او د ژوند د لږو اسانتياو د کمښت ترڅنګ د سختو بارانونو د دوام له امله په سيلابي خيمو کښې د کډوالو لپاره مرګونې حالات رامنځته شوي دي.