افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سرپل والي مولوي محمد ظریف مظفر د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره وکتل.
په دې کتنه کې د سرپل والي د انرژۍ او اوبو له وزارت څخه د سلطان ابراهیم بند د پروژې د عملي کېدو غوښتنه وکړه او د خلکو ستونزې یې هم ورسره شریکې کړې.
په همدې حال کې ښاغلي منصور ډاډ ورکړ چې د سلطان ابراهیم بند د پروژې عملي کار به ډېر ژر پیل شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو اعلان کړی و، چې د هېواد د اوبو مدیریت کوي.