افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په غزني، اروزګان، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشیر او بامیان ولایتونو کې د مشخصو ځمکو د توپوګرافیکي سروې چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم پیل او بشپړې شي.
د يادې شوې کمېټې منشي انجنير محمد فهيم زکريا وايي، چې په اړوندو ولايتونو کې ولايتي کمېټې د کډوالو د اوسېدو لپاره ځمکې په ګوته کوي.
هغه زیاته کړه چې په ټولو ولایتونو کې د ځمکو د انتقال وړاندیز د اسلامي امارت رهبر ته سپارل شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د ښار جوړونې او کور جوړونې وزارت مسلکي او تخصصي ټیمونه د اسلامي امارت د رهبرۍ په حکم په ټولو ولایتونو کې اړوندې چارې پرمخ وړي.