افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي امارت د رهبري هیئت په حکم د ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ غونډه جوړه شوه.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د عامې روغتيا وزارت مرستيال مولوي حمدالله زاهد او د عامې روغتيا وزارت کرستیال او عبدالقهار حاجي ادریس، د احصایې او معلوماتي ملي ادارې مشر حضور درلود.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د لېږد بهیر دې چټک شي او د کارګرانو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې پنځه اړخیزه هوکړه لیک چمتو شي.