دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 303881
د سالنګ لویه لار لا هم نه ده خلاصه شوې
د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، د سالنګ لویه لار یوه ورځ وړاندې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه او لا هم نه ده خلاصه شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس د جدی په ۱۵ مه په خپل یوه پیغام کې لیکلي، چې دغه لویه لار لا هم تړلې ده او واوره وریږي.

د اشرف په وينا، اوسمهال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې کچه له دوو مترو څخه زياته شوې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د دغې لویې لارې د واورو د پاکولو هڅې روانې دي.

باید وویل شي، چې د سالنګ لویه لار د تېرې جمعې په ورځ لس بجې د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو واورو د هېواد ډېری لویې لارې او له ولسوالیو څخه د ولایتونو مرکزونو ته د تګ راتګ لارې تړلې دي.

یو شمېر لویې لارې او لارې تر پاکولو وروسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې دي.
https://avapress.com/vdcivpapzt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته