افغان غږ خبری آژانس - کابل: د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تېر کال په پرتله د غیر خوراکي توکو بیې ۲.۰ سلنه لوړې شوې چې دا په سلو کې ۶،۲ زیاتوالی ښيي.
د مصرفي توکو د شاخص میاشتنۍ انفلاسیون د روان کال د قوس په میاشت کې ۱.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
همدارنګه په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د قوس د میاشتې د انفلاسیون کچه د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله ۰،۸ سلنه کموالی ښيي.
له بلې خوا د ډالر پر وړاندې د افغانیو د تبادلې نرخ د تیرې میاشتې په پرتله ۶۹،۳ افغانۍ او د عقرب په میاشت کې ۶۷،۸ افغانۍ و، چې د تیرې میاشتې په پرتله د افغانیو په ارزښت کې ۲،۲ سلنه کموالی راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰،۷ سلنه لوړ شوی دی.