افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پلاوي د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره وکتل او له سیمه ییزو ادارو سره په همغږۍ یې د مهاجرینو د ستونزو پر هواري ټینګار وکړ.
د يادونې وړ ده، چې يو شمېر افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته له ايران څخه تر شړل کېدو وروسته نيمروز ولايت ته داخلېږي.
دغه راز په ايران کې داسلامي امارت سفير په دې وروستيو وختو کې له يوه افغان مهاجر سره چې په دې وروستيو وختو کې له بې عزتۍ او ګواښونو سره مخامخ شوى، خپله خواخوږي څرګنده کړه او دافغانانو دحقوقو په ملاتړ يې په خپلو ژمنو ټينګار وکړ.
هغه د ایران له رسمي مقاماتو سره د دې موضوع د تعقیبولو په ترڅ کې د متقابل درناوي او له افغانستانه بهر د افغان مهاجرینو د حقوقو په ساتنې باندې ټینګار وکړ.