دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 303896
په لوګر کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بېلابېلو پروژو پلي کېدل
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان کال له پیله تر اوسه د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې، مالدارۍ او اوبو مدیریت په برخو کې بېلابېلې پروژې پلې شوې دي. 

په دغو پروژو کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ویش، د غنمو، زعفرانو، او بادامو د مختلفو ډولونو آزموینې او کرنې، د بادامو په ګډون د ځینو میوو د نویو باغونو جوړول، د کانالونو پاکول او د هغو د بنسټیزو ودانیو جوړول او نورې پروژې شاملې دي. 

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د کرنې وزارت د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پروژې پلې کړې دي.
https://avapress.com/vdceox8xpjh87vi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته