دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 303899
د چرګانو د ۲۵۰ فارمونو په فعالیت سره د چرګانو د غوښې په تولید کې لغمان په ځان بسیا شوي دي
د لغمان ولایت د چرګانو فارمونو اتحادیه اعلان کړی چې د لغمان په ۲۵۰ چرګانو فارمونو کې په هرو ۴۰ ورځو کې ۵۰۰ زره چرګان روزي چې دغه ولایت د چرګانو د غوښې په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لغمان ولایت د چرګانو فارمونو اتحادیې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغه ولایت کې تولید شوي د چرګانو غوښه حتی یو شمیر ګاونډیو ولایتونو ته صادریږي.

د ورځپاڼې په وینا، په دغو فارمونو کې د بېلابېلو پانګوالو له خوا له ۷۰ تر ۸۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې دوه زره کسانو ته یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو کلونو کې د هېواد د اړتيا وړ د چرګانو غوښه له ايران څخه د وارداتو له لارې ورکول کېده.
https://avapress.com/vdchwxnxw23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته