افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، چې په راتلونکي کال کې به د دغه ولایت په مرکز کې د پټاټو د پروسس او چمتو کولو یو مرکز جوړ شي، څو بهر ته یې صادر کړي.
یو تن بزګر حضرت محمد
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې سږ کال د پټاټو د صادراتو ډګر ورته چمتو نه دی او نه شي کولای خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري او همدا ننګونې د دې لامل شوې چې سږ کال د پټاټو حاصلات په ټیټه بیه وپلوري. .
په ورته وخت کې د بامیان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس حفیظ نورزی امین زاده وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لارښوونې سره سم به راتلونکی کال د بامیان په مرکز کې د پټاټو د پروسس او چمتو کولو یو مرکز جوړ شي.
هغه زياته کړه، د هېواد د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د ازبکستان د سوداګرو په ګډون د ګاونډيو هېوادونو له سوداګرو سره خبرې کړې دي او غواړي چې پټاټې بهر ته ولېږدوي.
د هغه په وينا، ځايي سوداګر هم چمتو دي، چې د صادراتو لپاره معياري پټاټو پروسس او بسته بندي کړي او که د پروسس مرکز جوړ شي، د باميان پټاټي صادرولو ته زمينه برابره او له پولې هاخوا سوداګرو ته يې وسپاري.