دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 303928
حکومت د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره نورو هېوادونو ته د ځوانانو د غیر قانوني تګ مخه نیسي
د نیمروز والي د انساني قاچاق د مخنیوي د کمیټې له غړو سره په خبرو کې وویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره په غیر قانوني توګه نورو هیوادونو ته د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د نیمروز ولایت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي کمیټې له غړو سره وکتل.
په دې ناسته کې ښاغلي خالد د دوی کاري راپور وڅېړل، د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د کمېټې کړنلاره مثبته وبلله او په اړوندو برخو کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
د نيمروز والي په خپلو خبرو کې وويل، چې انساني قاچاق بېلابېل لاملونه لري او د مخنيوي لپاره يې بايد ډېر کار وشي.
ښاغلي خالد دغه راز اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې خلکو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته خبر ورکړي، چې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق زیات انساني او مالي زیانونه لري او باید مخنیوی یې وشي.
د نيمروز والي د لرو پرتو سيمو د جوماتونو امامانو ته هم دنده وسپارله چې د انسان د قاچاق د مخنيوي په موخه خلکو ته روزنه ورکړي.
د غونډې په پای کې شیخ محمد قاسم خالد ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت هڅه کوي ترڅو ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د قاچاقي لارو له لارې نورو هېوادونو ته د ځوانانو د تګ مخه ونیسي.
https://avapress.com/vdcauenea49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته