افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار د کانونو او صنایعو د خونې مشر سید سرور اماني وايي، یو عرب پانګوال غواړي د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د دې ولایت د بسته بندۍ، جوس تولید او د انارو د صادراتو په برخه کې پانګونه وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې، د اماني په وينا، د دغه پانګوال نوم ابو محمد دى او هغه لومړى عربي پانګه وال دى چې د کندهار د انارو د پروسس او صادراتو په برخه کې پانګونه کوي.
د کندهار انار ځانګړی شهرت لري او سږ کال د دغه ولایت انار یو شمېر هېوادونو ته صادر شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې په ټول هېواد کې د امنيت له ټينګښت سره په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.