افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر پرون (یکشنبه د جدی ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوقافو وزارت د مرستیال شیخ عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی ترکیې ته سفر وکړ.
ټاکل شوې چې دغه پلاوی به له ترکي چارواکو او علماوو سره د دیني او علمي مسایلو، دوه اړخیزو همکاریو او د تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.
باید وویل شي، چې ترکیه هڅه کوي له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې کړي.