دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 303953
د کانونو سرپرست وزیر د ټاپي پروژې له اجراییه رییس سره په کتنه کې د دې پروژې د کار پر چټکتیا ټینګار وکړ
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له اجرایي رییس سره د دغې پروژې د کار د چټکتیا او هېوادوالو ته د کار د زمینې برابرولو په اړه خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې د پرمختګ او سرعت، په دې پروژه کې افغانانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د افغان انجنیرانو د ظرفیت لوړولو او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.
باید وویل شي چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق چارې په عملي توګه روانې دي.
د ټاپي پروژې د مسوولینو په خبره، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په افغانستان کې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له دې پروژې څخه به د افغانستان کلنی عاید نږدې یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
https://avapress.com/vdciwpappt1au32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته