دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 303961
د صهیونیسټ رژيم د جاسوسۍ ادارې مشر په غزې کښې د اوربند په هکله د خبرو لپاره قطر ته ځي
صهیونیسټي رسنیو خبر ورکړی دی چې د موساد مشر به سبا دوحې ته لاړ شي چې په غزه کښې د اوربند په هکله خبرې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیستي رسنۍ ییدیوت احرونیت د ځینو صهیونیستي سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د موساد مشر به سبا قطر ته ولاړ شي، ترڅو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د غزې جګړه له پنځلسو مياشتو راهيسې روانه ده، چې په ترڅ کې يې د مصر، قطر او امريکا په منځګړتوب د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره څو ځلې خبرې اترې ترسره شوې، خو دغه خبرې اترې يوازې د اوو ورځو لپاره په موقتي توګه پاى ته ورسېدې. د ۲۰۲۳ کال په نوامبر میاشت کښې موافقه وشوه او له هغه وروسته د صهیونیسټ رژيم د خنډونو له کبله له سختو خبرو اترو او د منځګړیتوب له کوششونو سره سره، تر نن ورځې پورې ټولې هڅې ناکامې شوې.
https://avapress.com/vdch-xnxz23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته