دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 303964
د سالنګ لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه
د فواید عامې وزارت چارواکي له آوا سره په مرکه کې وايي، چې د سالنګونو پر لویه لاره د واورو د ایستلو د عملیاتو له بشپړېدو وروسته دغه لویه لار نن سهار ۷ بجې د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقانیس نن دوشنبه (د جدی ۱۷ مه) د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکو د واورې د پاکیدو چارې بشپړې کړې دي. 

هغه زياته کړه، چې دغه لويه لاره نن سهار اووه بجې د مسافر وړونکو موټرو (لويو او واړه) پر مخ پرانيستل شوه.

د فواید عامې وزارت ویاند له هېوادوالو او موټر چلوونکو څخه وغوښتل، چې د ژمنیو وسایلو په لرلو سره له دې لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي، ترافيکي اصول مراعات کړي، په خپلو موټرو کې زنځیرونه ولګوي او د لویې لارې د مسوولینو لارښوونې تعقیب کړي.

د يادونې وړ ده، چې د سالنګ لويه لار د تېرې جمعې په ورځ د واورو، توفان او د لږ ليدو له امله تړل شوې وه.
https://avapress.com/vdcaieney49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته