د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې د دې ولایت په مرکز او زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د څه باندې ۳۹ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوی په وینا، په دغو پروژو کې د بندونو، بندونو، کانالونو او د څښاک د اوبو د څاګانو جوړول، بیارغونه او پاکول شامل دی، چې ګڼو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې بېلابېلې بنسټيزې پروژې پلې شوې دي.