دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 303972
د رسنیو د سرغړونو د ارزونې د کمیسیون د نوبتي غونډه وشوه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې ددغه وزارت د خپرونو د چارو د معين او د دغه کميسيون د مرستيال مولوي مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنيو د سرغړونو د ارزونې د کميسيون نوبتي غونډه جوړه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه د جدی ۱۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغې غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مولوي مهاجر فراهي هرکلی وکړ او د کمیسیون غړو د تیرې غونډې پریکړې او لاسته راوړنې وارزولې.

په دې غونډه کې د دواړو لورو په شتون کې د کميسون له خوا د خبريالانو شکايتونه وڅيړل شول چې يوه دوسيه يې محکمې ته او بله دوسيه د نورو څيړنو په خاطر راتلونکې غونډې ته واستول شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې پر څلورو نورو موضوعاتو هم هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې.
https://avapress.com/vdcjatet8uqeyhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته