دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 303978
د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۱۸ ماشومان د کابل روغتونونو ته د درملنې لپاره معرفي شوي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په ناروغۍ اخته ۱۸ ماشومان یې د درملنې لپاره د کابل څلورو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې ۱۸ نور ماشومان د درملنې په موخه د پلازمېنې روغتونونو ته وروپېژندل.

د يادونې وړ ده، چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې مياشتې له خوا ورکول کېږي.

تر دې مخکې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې لسګونه ماشومان د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره د کابل روغتونونو ته معرفي کړي وو.
https://avapress.com/vdcfemdmcw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته