افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعتکارانو او هټیوالو، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، صنایعو او کانونو د خونې له یو شمېر غړو سره وکتل.
په دې غونډه کې لومړی د ګالډ مالیاتو د کمولو په برخه کې د اسلامي امارت د پاملرنې په یادولو سره د صنعتکارانو او هټیوالو، د صنایعو او مالدارۍ د خونې، د صنایعو او کانونو له مسؤلینو څخه مننه وکړه.
د خبرپاڼې له مخې، دوی په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې، تولید او سوداګرۍ د ښه والي، د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو د زیاتوالي او په هېواد کې د ښو اقتصادي او سوداګریزو شرایطو له برابرېدو خوښي څرګنده کړه او له کورنیو تولیداتو سره یې د اسلامي امارت د ملاتړ اعلان وکړ. ت
د رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، اسلامي امارت په خپل ټول توان سره هڅه کړې چې د اسانتیاوو په رامنځته کولو او د سوداګرۍ او صنایعو د زمینې په برابرولو کې هڅې وکړي او په دې برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه دریغ نه کوي.
د رئیس الوزرا اداري مرستیال د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې په پانګونې سره د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي.