افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بغلان د صنایعو او سوداګرۍ ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بېلابېلو ادارو په ګډون یو څارونکی پلاوی هره ورځ په پلخمري ښار کې د اومو موادو بیې څاري.
د بغلان د صنايعو رياست وايي، چې د څارنې په پايله کې يې د تېلو ١١ ټانکرونه، شپږ د لرګيو او سکرو پلورنځي او دوه د قصابانو دوه هټۍ چې د نرخ له لېست څخه يې سرغړونه کړې وه، په موقت ډول تړلي دي.
د بغلان د سوداګرۍ او صنایعو خونه زیاته کړه چې له دې وروسته به له انحصار کوونکو او په لوړه بیه پلورونکو سره جدي چلند وشي او د بغلان په ښار کې به د ټولو سوداګریزو اتحادیو د څارنې بهیر دوام ولري.