دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 303998
په ننګرهار کې د خوراکي توکو په بدل کی د کار پروګرام پلي شو
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یې ۲۰۲ کسانو ته د خوراکي توکو په بدل کې د کار زمینه برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي برکت الله مبارز له قوله ویلي، چې دغه پروګرام د نړۍ د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ پیل شوی دی. د خوراکي توکو پروګرام او په يادو شويو کسانو کې د ولسوالۍ د کليوالي سړکونو په ترميم او بيارغونه بوخت دي.
 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس زیاتوي، چې دغه پروګرام به شپږ میاشتې دوام وکړي او له پیل څخه یې موخه د کورنیو د اقتصادي ستونزو هوارول او د کلیو د سړکونو د ستونزو حل دی.
 
دغه اداره د هرې میاشتې په پای کې هر کارګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ کیلو ګرامه غوړي، ۲۵ کیلو دال او د خوارځواکۍ یوه بسته وېشي.
https://avapress.com/vdchwxnx623nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته