دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 304002
په دایکندي ولایت کې راستنیدونکو ته د ځمکې د ویش بهیر پیل شو
په دايکنډي ولايت کې راستنېدونکو ته د ځمکو د وېش لړۍ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ د راستنېدونکو د ستونزو د هواري په موخه د لوړ پوړي پلاوي په شتون سره پيل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په دایکندي ولایت کې راستنیدونکو ته د ځمکو د ویش د پیل په موخه په جوړه شوې غونډه کې وویل چې چارواکي هڅه کوي د راستنیدونکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې له مېشتېدو وروسته اوس اړينه ده، چې راستنېدونکو ته د دايمي استوګنې زمينه برابره شي.
 
د دايکنډي والي مولوي نجيب الله رفيع هم په دغه ولايت کې له مرستندويه ادارو وغوښتل چې خپلې پروژې په اساسي برخو کې په ځانګړې توګه د راستنېدونکو لپاره پلې کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې له ايران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري او په خپله خوښه د ايستلو لړۍ روانه ده.
https://avapress.com/vdce7e8xwjh877i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته