افغان غږ خبری آژانس : د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بي بي فاطمه الزهرا (س) روغتون سره د ۲۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي وسایلو مرسته وشوه.
هغه وویل، په دې تجهیزاتو کې د سکشن وسایل، د نبض اکسیمیټر، ترمامیتر، نیبولیزر، E.K.G، د اکسیجن مکسر او ګلو شامل دي.
نوموړي د روغتون مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې دغه وسايل په ښه توګه وساتي او ميندو او ماشومانو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو کې ترې ګټه واخلي.