افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون دوشنبه (د جدی ۱۷مه) د برشنا شرکت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چین د «هایپر پارټنرز» شرکت استازي عادل نوردون د دغه شرکت له سرپرست او مالي مسوول سره وکتل.
د برشنا شرکت د خبر له مخې: په دې کتنه کې د چین د هایپر پارټنرز شرکت استازي عادل نوردون افغانستان د برښنا د تولید په برخه کې تر ټولو غوره فرصتونو لرونکی هېواد وباله او زیاته یې کړه چې غواړي په افغانستان او همدارنګه د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې پانګونه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې د برېښنا توليد ته د پانګوالو د هڅونې په موخه د برشنا شرکت له ناستې وروسته، په دې برخه کې پانګونې ته د ملي او نړيوالو پانګوالو لېوالتيا زياته شوې ده.
اوس مهال افغانستان د اړتیا وړ ۹۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.