افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د دغو سیالیو لړۍ ۱-۰ په بریا سره پای ته ورسوله.
په دې لوبه کې راشد خان د زمبابوې لوبډلې اووه لوبغاړي له منځه یوړل او رحمت شاه زرمتي ۱۳۹ منډې او عصمت عالم ۱۰۱ منډې وکړې.
باید وویل شي، چې دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې څلورمه بریا ده، چې په ټیسټ سیالیو کې یې بریا خپله کړه.