افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د چارواکو او د افغانستان د چرګانو د اتحادیې د غړو په شتون سره د چرګانو د خوراکي توکو او تولید په برخه کې شته ننګونې له منځه وړې.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د دغه وزارت مرستیال مولوي عثماني د چرګانو د فارمونو د ودې او پیاوړتیا او د غوښې او هګیو د تولید د زیاتوالي په برخه کې د افغانستان د چرګانو د اتحادیې ستونزې او د حل لارې چارې واورېدې. او د ننګونو په حل کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د چرګانو د فارمونو د جوړولو لړۍ ډېره شوې او تر يوه بريده د خلکو غوښې او هګۍ له کورنيو توليداتو څخه پوره کېږي.