افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پکتیکا ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۶۲ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروژو کې د استنادي دېوالونو، کانالونو او غاړو سړکونو جوړول او همدارنګه د اوبو رسولو د ١٨ شبکو جوړول شامل دي چې د ٢٧٥٠ کورنيو لپاره د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسى برابروي.
تر دې وړاندې د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اعلان کړی و، چې د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.