دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 304050
د سرپل ولایت د لوړ پوړو چارواکو په دې ولایت کې د ګڼې ګوڼې د ستونزې د حل لپاره د ښاري پراختیا د پلان پر اړتیا ټینګار وکړ
په دې کتنه کې د سرپل ولايت لوړپوړو چارواکو د دغه ولايت د ښاري پراختيا د طرحې تطبيق يوه جدي اړتيا وبلله او ويې ويل چې د سرپل ښار کوچنىوالي د ګڼې ګوڼې او د دوامدارې پراختيا د نشتوالي له امله ستونزې رامنځته کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سرپل ولایت مقام مرستیال دولت خال محمد حقانی د دغه ولایت د مرکز سرپل ښار کموالی او محدودیت ته اشاره وکړه او د ښاری پراختیا یې جدی اړتیا وبلله. 
ده دې ته په اشارې سره چې په سرپل ښارکې ګڼه ګوڼه يوه ستره ستونزه ده، زياته کړه: د ښار د ګڼې ګوڼې له امله ښاريان له زياتو ستونزو سره مخامخ دي او دې کار د خلکو په ژوند منفي اغيز کړى او د دوامدار پرمختګ مخه يې نيولې ده.
داملا حقاني وويل، د ښاري ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره د ښاري پراختيا پلان او حل لارې بايد په جدي توګه وڅېړل شي او منظم پلانونه پلي شي.
هغه د سرپل ولایت د مرکز سرپل ښاري پراختیا کمیټې ته امر وکړ، چې د دې ستونزې د حل لپاره رښتینې او ښه حل لارې وړاندې کړي.
د سرپل ولايت مرستيال په ښار کې د بېلابېلو سوداګرو لپاره د مناسبو ځايونو پر پيدا کولو او پېژندنې ټينګار وکړ او د ګڼې ګوڼې د مخنيوي لپاره يې د حل لاره له ښاره بهر د سوداګريزو مارکېټونو پراختيا وګڼله.
له بلې خوا د سرپل ولایت د سیمه ایزو ارګانونو د ادارې یو شمیر چارواکو د سرپل ښار په پراختیا باندې ټینګار وکړ او ویې ویل: په بازارونو کښې د سوداګری د صنایعو پراختیا زیربنا ته اړتیا لری او په دې برخه کښې باید اقدام وشي.
د يادونې وړ ده، چې د سرپل ولايت د مرکز سرپل ښار د امامزاده يحيى عليه السلام د زيارت په شمال لوېديځ کې په يوه وړه سيمه کې موقعيت لري او د دغه ولايت د نفوسو ظرفيت نه لري.
https://avapress.com/vdchmknxv23nvvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته