افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان پلاوی به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.
په همدې حال کې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار له ګاونډیو او سیمې سره د اړیکو په پراخولو کې خپله لېوالتیا ښودلې ده. له دې وړاندې د اسلامي امارت د دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو او د اسلامي امارت رئیس الوزرا هم عربي متحده اماراتو ته سفرونه کړي دي.