افغان غږ خبری آژانس - کابل: د انرژۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یوې ایراني شرکت چارواکو د دغه وزارت له سرپرست ملا عبداللطیف منصور سره وکتل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایراني شرکت چارواکو لېوالتیا ښودلې، چې په افغانستان کې له اوبو، ډبرو سکرو، ګازو او لمریزې برېښنا څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
په دې کتنه کې ښاغلي منصور له دغه شرکت سره د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
د نړیوال امنیت په تامین او د مختلفو اسانتیاو په رامنځته کولو سره په دغه هیواد کښې د پانګونې لپاره د بهرنیو پانګوالو په تېره بیا د ایران د اسلامی جمهوریت لېوالتیا زیاته شوې ده. اوس مهال افغانستان د خپلې اړتیا ۹۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي، خو د اسلامي امارت له لوري په دې برخه کې د پانګونې راجلبولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.