افغان غږ خبری آژانس - بامیان: په دې مراسمو کې چې پرون (دوشنبه د جدی ۱۷ مه) په لاره اچول شوي وو، د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغې پروژې د تمویل او تطبیق له بنسټونو مننه وکړه او ویې ویل: د افغانستان اسلامي امارت د یوې پرمختللې، خپلواکې او آزادې ټولنې غوښتنه کوي او له خلکو غواړي چې په اسلامي چوکاټ کې د لوړو علمي او تخصصي درجو د ترلاسه کولو لپاره د علم او پوهې د زده کړې لپاره هلې ځلې وکړي.
له بلې خوا د باميان ولايت د پوهنې رييس قاري عنايت الله سحر ډاډ ورکړ چې د دغه ولايت د ښوونځيو د نه ترميم او د پوهنې د پراختيا په برخه کې د شته ستونزو د حل په برخه کې د دغه رياست د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې دغه ښوونځى ٦ درسي ټولګي او ٢ دفتري خونې لري، چې په يوه پوړ کې د پخې شوې کانکريټ په بڼه جوړې شوې، په مېزونو او څوکيو سمبال، د لمريزو اوبو او برېښنا سيسټم او د لوبو يو لوبغالى لری چې په ټوليز لګښت ۱۳۲,۴۹۳ امریکایی ډالرو جوړ شوي دي.