افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د جمبلوت عمروف په مشرۍ د روسیې له پلاوي سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي عمروف د نړۍ مسلمانان د یوې کورنۍ په توګه بیان کړل او زیاته یې کړه: دا پلاوی ستاسو د کورنۍ د یوه غړي په څېر دی چې د روسیې فدراسیون استازیتوب کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته راغلی دی.
عمروف هم نړۍ ته د مستند اسلامي کلتور په معرفي کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: دا کار کولای شي د اسلام په اړه بې اساسه تبلیغات رد کړي او نړۍ ته د اسلام حقیقي انځور معرفي کړي.
هغه افغانستان ته د روزنې او تجربو د لېږد په برخه کې د روسیې او د چیچن جمهوریت د چمتووالي ډاډ ورکړ.
له بلې خوا ملا خیرالله خیرخواه دغه پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ښاغلي عمروف د خبرو په تایید سره اسلام د ورورګلوۍ او دوستۍ دین وباله او زیاته یې کړه چې اسلام د نړۍ د مسلمانانو د پیوستون، پیاوړتیا او یووالي نقطه ده.
هغه زیاته کړه، افغانستان له ۴۵ کلونو وروسته په ټولیز ډول امنیت لري او په بېلابېلو برخو کې یې ډېر پرمختګونه او لاسته راوړنې کړي، خو د افغانستان د باثباته او پرمختګ لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.
مولوي خیرخواه وویل: اوس د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره ښه فرصت دی او دا اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره لا پراختیا موندلی شي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: دا زموږ مسووليت دى چې يو دبل ولسونو ته دخپل مستند فرهنګ دپيژندنې زمينه برابره کړو څو ددواړو هيوادونو ترمنځ دفرهنګي ودې ډګر زيات شي.
په پاى کې هغه افغانستان ته د دغه پلاوي سفر د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا په لاره کې يو مثبت ګام او ښه پيل وباله او په دوام يې ټينګار وکړ.