افغان غږ خبری آژانس: دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له حکومت څخه غوښتی دی چې دغه جدی اندیښنی په عاجله توګه حل کړی.
د اسلامي امارت سفارت هم له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نورو سازمانونو غوښتي چې په دې مسئله کې مداخله وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان پوليسو په اسلام آباد او نورو لويو ښارونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال په داسې حال کې نيولي، چې د استوګنې اسناد يې هم په کور دننه پلټلي دي. د پاکستان د پولیسو دغه نوې کړنلاره په هیواد کې دننه او بهر له پراخو منفي غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.