دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۱۵
د مطلب کود : 304080
مهم اقتصادي، ټولنیز او کلتوري مسایل، د حکومت د کابینې د غونډې تمرکز
د چارو ادارې عمومي ریاست وايي، د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۱۱ مه غونډه کې پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث او لازم تصمیمونه ونیول شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چارو ادارې عمومي ریاست مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ او انرژۍ او اوبو وزارتونو ته د لازمو امکاناتو د برابرولو دنده وسپارل شوه. 
رئیس الوزرا د کابینې غړو ته هم لارښوونه وکړه چې د خلکو ستونزې په ښه توګه حل کړي.
باید وویل شي، چې په اوسني وضعیت کې د ځوانانو لپاره د مناسب کار نشتوالی یوه له اساسي ستونزو څخه ده.
https://avapress.com/vdcaaynew49nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته