دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 304085
په بلخ کې څه باندې لس زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده
د عدلیې وزارت وايي، د دغه وزارت له خوا د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا لس زره جریبه ځمکه د دولتي ځمکو په توګه تثبیت شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عدلیې وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په بلخ او نهرشاهي ولسوالیو کې ۹۱۶۴ جریبه، په دشت شیدان کې ۲۵۰ جریبه او د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې ۴۳ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د يادو شويو ځمکو دوسيه د وروستۍ پرېکړې لپاره مرکزي کمېسيون ته استول شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د عدليې وزارت په بېلابېلو ولايتونو کې سلګونه زره جريبه ځمکه چې د ځمکو د غاصبينو له خوا غصب شوې وه، دولتي تثبيت کړې وه. د عدليې وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له غاصبينو د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ روانه ده.
https://avapress.com/vdcfcjdmtw6dxxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته