دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 304088
د دمشق نړیوال هوايي ډګر تر یوې میاشتې د الوتنو له ځنډولو وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړ
د سوریې "الاخباریه" شبکې نن سهار (سه شنبه، د جدی ۱۸مه) تایید کړه چې د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کې له یوې میاشتې ځنډ وروسته د بهرنیو الوتنو بیا پیلول.
افغان غږ خبری آژانس: دمشق ته د تحریر الشام د پلاوي له راتګ او د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د دغه هوايي ډګر عملیات تیره میاشت وځنډول شول.
د سوریې رسمي خبري اژانس "سانا" هم نن سهار راپور ورکړ چې د قطر یوه الوتکه چې بشردوستانه مرستې لیږدوي د دمشق په هوايي ډګر کې ښکته شوې.
سوري سرچینو هم خبر ورکړی، چې نن به بهرنیو هېوادونو ته د «اجناه الشام» او «الشام للطیران» هوايي شرکتونو الوتنې هم ترسره شي.
https://avapress.com/vdciv5apvt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته