دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 304092
مرکزي بانک ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کوي
د دغه هېواد مرکزي بانک وايي چې سبا (چهارشنبه د جنورۍ ۱۹مه) به ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام له لارې وپلوري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن (سه شنبه د جدی ۱۸مه) مرکزي بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مستحقو بانکونو او د پیسو د تبادلې له شرکتونو غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
مرکزي بانک ویلي چې د لیلام ګټونکي مکلف دي چې د لیلام ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.
دغه بانک لیکلي: د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپلې پیسې یو ځل په نغدو پیسو د افغانستان بانک ته په ټاکلې موده کې وسپاري."
تر دې وړاندې د هېواد مرکزي بانک د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ساتلو په موخه په منظم ډول په میلیونونو ډالر لیلام کړي دي.
https://avapress.com/vdcdno0sxyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته