دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۸
د مطلب کود : 304093
په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړ شو
د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي امارت د رهبر د ځانګړي شفقت په اساس به د بدخشان په پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي نن سه شنبه (د جدی ۱۸ مه) په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې په پام کې لري د بدخشان په پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړ کړي.
هغه وويل، چې د دغه پوهنځي له جوړېدو څخه يې موخه په هېواد کې د معياري لوړو زده کړو پراختيا، د بدخشان ولايت خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول او د روغتيايي ستونزو هوارول دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځي نه درلود.
https://avapress.com/vdceoe8xxjh877i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته